د سرپل ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ پرانیستل شو

د سرپل ولایت پوهنې ریاست لخوا د "۱۴۰۴ کال عملیاتي پلان د موخو د پرمختګ پلي کولو او تشرېح" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ، د څارنیز مدیریت روزونکو په همکارۍ، د پوهنې ریاست منسوبینو لپاره ترسره شو.
د یاد ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې، د سرپل ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني وویل چې، د عملیاتي پلان مؤثر تطبیق، د ټولو څانګو ترمنځ لازمې همغږۍ، وړتیا لوړولو او جدي ژمنې ته اړتیا لري او د دې ډول ورکشاپونو جوړول یې د ښوونیزو او روزنیزو موخو ترلاسه کولو لپاره د بیاکتنې، ارزونې او انسجام لپاره یو مناسب فرصت وباله.
په بلان کې ده چې، همدغه ورکشاپ به درې ورځې دوام ولري او په په پایله کې به یې ګډونوال د ۱۴۰۴ کال عملیاتي پلان د موخو د ارزونې، شننې او پلي کولو له مېتودونو سره په نظري او عملي ډول آشنا شي.