د ننګرهار ولایت له پوهنې څخه څو لنډ خبرونه

- د خوږیاڼو ولسوالۍ د لوخي او بانډو سیمو قومي مشرانو د یادې ولسوالۍ د اوخي لېسې سره د ۶۷ زره ۵۰۰ افغانیو مالي مرسته کړې، چې په ترڅ کې یې د یادې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو.
سربېره پردې، د یادې لېسې اداري منسوبینو او د پوهنې دوو تنو مینه والو دوه لمریزې برېښنا تختې او یوه پکه مرسته وکړه.
- هېواد ته د راستنېدونکو زدهکوونکو د نوملیکنې پروسه هره ورځ د تورخم سیمې په عمري کمپ کې دوام لري، چېرې چې یوې خیریه همکارې ادارې د دوی لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړي دي. دغه راز په دې وروستیو کې (۷۰) تنو کسانو نوملیکنه کړې، چې له دې جملې څخه (۱۰) تنه یې د ننګرهار ولایت او پاتې یې د نورو ولایتونو اوسېدونکي دي.