د مدارسو له علماءکرامو څخه د ثانويه او مافوق الثانویه ازموینو لړۍ پیل شوه

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د لایحې له مخې، د مدارسو د ط.لابو د ثانويه او مافوق الثانویه د ازموینو بهیر په شفاف ډول د هېواد په ډېری ولایتونو کې د چارواکو تر څارنې لاندې پیل شوی دی.
د یاد ازموینې له پاس کولو وروسته به د ثانويه دورې علماءکرامو ته د دولسم ټولګي او مافوق الثانویه دورې تر څوارلسم ټولګي په درجه رسمي تعلیمي سند ورکول کېږي.
د پوهنې وزارت تل هڅه کوي چې د هېواد ماشومانو ته د دیني او عصري علومو په برخو کې د معیاري زده کړو اسانتیا برابره کړي.