لوګر ولایت کې څه د پاسه ۱۶۰ مېلیونه افغانیو په لګښت ۱۴ ودانیزې پروژې پلې شوې دي

د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، د لوګر ولایت پوهنې ریاست په اړوند کې د شاوخوا ۱۶۰ مېلیونه افغانیو په لګښت ۱۴ ودانیزې پروژې پلې شوې دي.
یادې پروژې د پوهنې وزارت سره په همغږۍ او د شریکو ادارو په مالي ملاتړ عملي شوې دي، چې پکې د ۱۴ بابه ښوونځیو لپاره د مجهزو ودانیو جوړول، د اړینو حفظ الصحوي اسانتیاوو رغونه، د لمریزې برېښنا او څښاک پاکو اوبو منظمو سیسټمونو نصبول شامل دي، چې په ترڅ کې یې د شاوخوا ۱۲۰۰۰ تنو زدهکوونکو لپاره د تعلیمي چاپېریال د نشتوالي ستونزه حل شوې ده.
د پوهنې مسئولینو په وینا: د پورته ذکر شویو پروژو سربېره، د تېرې میاشتې په جریان کې، نږدې د ۴۴ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۶۱ نورو ودانیزو پروژو عملي چارې هم په رسمي ډول پیل شوې دي.