په پکتیکا ولایت کې د ساینس او ریاضياتو سیالیو دویم پړاو پیل شو

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت د ولسوالیو د زده کوونکو ترمنځ د ساینس او ریاضياتو سیالیو دویم پړاو پیل کړ.
دغه سیالۍ د پلان سره سم د ساینس مرکز د علمي غړو او متخصصینو په ګډون ترسره کېږي.
د پکتیکا ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وویل چې د دغو سیالیو موخه د زده کوونکو علمي وړتیاوو لوړول، خلاقیت ته وده کول او د زده کړې په بهیر کې د عملي تجربو تبادله ده.
نوموړي زیاته کړه چې دا ډول سیالۍ د زده کوونکو د استعدادونو په ښودلو او د هغوی علمي روحیې په پیاوړتیا کې خورا اغېزمنې دي.