د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي کادرونو د ازموینې پایلو اعلان په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

Amiri-admin
Sun, Oct 19 2025 10:23 AM

Publish Date

Closing Date

Location

Kabul Afghanistan

د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي کادرونو د ازموینې پایلو اعلان په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ګمارنې کمېټې، د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا په برخه کې د ۷۰۰ بستونو لپاره د ازاد رقابت ازموینه واخیسته، چې په نتیجه کې یې لاندې پایلې ترلاسه شوې:
د شرایطو وړ (۱۴۰۰) تنو غوښتونکو د ازموینې لپاره نوم لیکنه وکړه.
* (۲۸۸) کسان ورته/مشابې بستونو ته بریالي شول او پرېکړه وشوه چې هغوی به (د علمي کنفرانس وړاندې کولو له لارې) د ازموینې دویم پړاو ته لاره پیدا کړي.
* (۵۵۸) کسانو معیاري نمرې ترلاسه کړې؛ مګر د مناسب انتخاب نشتوالي یا په ازموینه کې د ټیټو نمرو له امله، دوی په ریزرف حالت کې ونیول شول.
* (۱۹۹) کسانو معیاري نمرې ترلاسه او بریالي وپېژندل شول.
* د غوښتونکو په منځ کې (۱۹۱) کسان و نه توانېدل چې د بریا نمرې ترلاسه کړي.
* او (۱۰۱) تنه و نه توانېدل، چې په ازموینه کې برخه واخلي.
لارښوونې:
__ هغه غوښتونکي چې د ازموینې دویم پړاو ته تللي، باید په ۱۴۰۴/۷/۲۷ نېټه د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست ته د علمي کنفرانس وړاندې کولو لپاره حاضر شي.
__ هغه اشخاص چې خپلو مطلوبو بستونو ته بریالي پېژندل شوي، کولی شي د خپلې ګمارنې لپاره تر منظورۍ وروسته د خپلو اړوندو ولایتونو پوهنې ریاستونو ته مراجعه وکړي.
__ هغه اشخاص چې په ریزرف حالت کې دي او غواړي د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا نورو بستونو کې وګمارل شي، باید د ۱۴۰۴ کال د لړم تر لسمې نېټې وروسته د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست ته مراجعه وکړي.
__ د یادونې وړ ده، هغه کسان چې نومونه یې د پایلو په جدولونو کې نه دي راغلي، د پورته ذکر شویو بستونو لپاره یې معیاري نمرې نه دي ترلاسه کړې.

د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست.