د قرارداد ورکولو پرېکړې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې د (۲) فقرې سره سم، ټولو کسانو ته خبر ورکول کېږي، د پوهنې وزارت په پام کې لري چې د یاد وزارت د ساینس مرکز ریاست د اړتیا له مخې د ۸ پایې ماشینري موادو او وسایلو د تهیه کولو او پېرودلو پروژې لپاره قرارداد د ۳۹۶۳۸۴۰( درې مېلیونه، نهه سوه درې شپېته زره، آته سوه څلوېښت افغانۍ قېمت) د عبدالرووف حمیدي لوژستیکي او ساختماني خدماتو شرکت ته ورکړي.
هغه حقیقي اشخاص او حقوقي ادارې چې په دې اړه کوم اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراضونه په لیکلي ډول، د خپلو دلایلو سره یوځای د یاد اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د اوو تقویمي ورځو په اوږدو کې، د پوهنې وزارت تدارکاتو ریاست ته وسپاري.