د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس په رسمي سفر کندهار ولایت ته لاړ
د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم الحاج مولوي جمعهخان سروري په مشرۍ یو پلاوي کندهار ولایت ته رسمي سفر وکړ.
یاد پلاوي د کندهار ولایت پوهنې ریاست له منسوبینو، ښوونکو، دینی علماءکرامو او استادانو سره یوه مهمه، علمي او ارزښتناکه ناسته وکړه.
ناسته د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي فخرالدین نقشبندي مفصله وینا وکړه او د پوهنې په برخه کې یې د اسلامي ا.مارت د مشرتابه ځانګړې پاملرنه وستایله او هغه ارزښتمن کتابونه یې ګډونوالو ته تشرېح کړل، کوم چې د اسلامي امارت عالیقدر رهبر له لوري لیکل شوي دي.
همدارنګه نوموړي ټینګار وکړ، چې دغه کتابونه باید په مدارسو او ښوونځيو کې تدریس او په عملي ډول تطبیق شي.
ورپسې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري هم وینا وکړه او له استادانو او علماءکرامو یې وغوښتل، چې نوی نسل د اسلامي تفکر او اسلامي ارزښتونو پر بنسټ وروزي.
یاده ناسته په مبارکې دعائیې پای ته ورسېده.
