په کاپيسا ولايت کې د يوې دينې مدرسې جوړولو لپاره ۸ بسوې ځمکه وپېرل شوه
د کاپيسا ولايت حصه دوم کوهستان ولسوالۍ اوسېدونکو د علمي وضعيت ښه والي، د طلابو لپاره اسانتياوو برابرولو او د تعليمي فضا پراخوالي په موخه، د "عبدالله بن عمر (رضی الله عنه)" د مدرسې جوړولو لپاره ۸ بسوې ځمکه په ۲۴۰ زره افغانيو پېرلې او د ياد ولايت پوهنې رياست ته یې وقف کړې ده.
د يادې مدرسې د ودانۍ جوړولو کارونه عملاً پيل شوي دي.
د یاد ولايت پوهنې رياست مسئولينو د معارفپالو خلکو له دې همکارۍ او ملاتړ څخه مننه او قدرداني کړې او له هغوی يې غوښتي چې د تعليمي نظام پياوړتيا او پرمختګ لپاره دا ډول همکاریو ته دوام ورکړي.
