لوګر ولایت کې له یتیمو او بېوزله زدهکوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه
په لوګر ولایت کې د ۳۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زدهکوونکو لپاره د درسي موادو مرسته ترسره شوه.
یاده مرسته د لوګر مرکز اړوند د خواجه محمد اکبر، جویک او سید حسین کمیدان ښوونځیو زدهکوونکو ته د یوه خیریه بنسټ لهخوا د زدهکوونکو هڅونې په موخه برابره شوې ده، چې شاوخوا ۲۰ زره افغانۍ ارزښت لري.
د یادونې وړ ده، چې همدغه خیریه بنسټ تر دې مخکې هم د دیني مدارسو او ښوونځیو له زدهکوونکو سره ورته مرستې کړې دي.
