شارت لیست بست های لیسه نمونونی
د امام ابو یوسف (رحمه الله علیه) نمونوي لېسې د ښوونکو د (۱۳) بستونو اړوند ګډې ازموینې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا
پخوا، د امام ابو یوسف (رحمه الله علیه) نمونوي لېسې۱۳ خالي بستونه اعلان شوي وو، چې د نوماندانو د ثبت او مسئولې کمېټې د فیصلي سره سم ټاکل شوې ده، د ۱۴۴۷/۹/۱۶ هـ.ق کال ( ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ لمریز کال) پنجشنبې ورځ، د پورته ذکر شویو بستونو لپاره ازموینه تر سره شي.
له غوښتونکو هیله کېږي چې د ازموینې ترسره کولو لپاره د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست ته، چې د کارته ۴ سیمې اړوند، لوړو زده کړو وزارت ته مخامخ موقعیت لري، مراجعه وکړي.