په دایکنډي ولایت کې د ښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ پیل شو
د دایکنډي ولایت په کچه د ۲۳۶ تنو ښوونکو، مدیرانو، آمرینو او د ښوونیزو شوراګانو غړو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زدهکړې ترویج» تر سرلیک لاندې روزنیز ورکشاپ پیل شو.
د یادې روزنیزې برنامې موخه د ښوونکو د مسلکي ظرفیتونو لوړول، د ښوونځیو د مدیریت پیاوړتیا، د اغېزمنو تدریسي لارو چارو ترویج او د پوهنې د ملاتړ کوونکو شوراګانو د ونډې زیاتوالی دی، ترڅو د ښوونې او روزنې د کیفیت په ښه والي کې اغېزناک رول ولوبوي.
د یادونې وړ ده، چې په دغه ورکشاپ کې ۱۲۶ تنه ښوونکي، ۹۰ تنه آمران او مدیران او ۲۰ تنه د ښوونځیو د ملاتړ کوونکو شوراګانو غړي ګډون لري.
