د کابل ښار په یوه ښوونځي کې علمي او اصلاحي برنامه جوړه شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۱۸
ظطزظطز

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري، د کابل ښار د لومړۍ تعلیمي حوزې اړوند د عاشقانو او عارفانو ام/ارتي ښوونځي کې په یوه اصلاحي برنامه کې ګډون وکړ او د یادې تعلیمي حوزې مسوولينو، د ښوونځي ښوونکو او زده‌کوونکو ته یې هراړخيزه علمي وینا وکړه.
په ياده برنامه کې د عاليقدر امیرالمٶمنين حفظه  الله تعالى او مسوولینو د اطاعت، په ټولنه کې د نظم او یووالي د ارزښت، د دیني پوهاوي د پیاوړتیا، د اسلامي ارزښتونو د ساتنې، د ایمان، علم او ښو اخلاقو ترمنځ د اړیکې، د نفس د تزکیې او اخلاص په اړه هر اړخیزې علمي او اصلاحي لارښوونې وشوې.
همدارنګه د اسلام د سترو علماءکرامو او پوهانو د علمي او اخلاقي ژوند د بېلګو پر تعقیب، د اسلامي ارزښتونو او افغاني فرهنګ پر ساتنې، پالنې، او د ځوان نسل په روزنه کې د علم، ایمان او اسلامي اخلاقو پر مهم رول ټینګار وشو.
د یاد سیمینار اساسي موخه د ښوونکو او زده‌کوونکو د دیني او علمي پوهاوي لوړول، د اسلامي اخلاقو پیاوړتیا، د مسوولیت‌پالنې د روحیې وده او د ځوان نسل سالمه اسلامي او اخلاقي روزنه وه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۲۹
Background image

برگزاری امتحان رقابتی صرف و نحو در چهار ولایت کشور 

به‌منظور ارتقای ظرفیت علمی طالب‌العلمان، از سوی ریاست دارالعلوم‌های وزارت معارف امتحان رقابتی صرف و نحو در چهار ولایت (کاپیسا، سمنگان، سرپل و ارزگان) برگزار گردید.
همچنان هیأتی به رهبری. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۴۸
Background image

فشرده چند خبر از معارف ولایات

- بغلان:
برای مدرسه سید لو‌لو آغا در ولسوالی اندراب ولایت بغلان یک باب اتاق درسی بزرگ به حمایت مالی مردم محل آغاز گردید.

- لوگر:
با دو باب مکتب در ولایت لوگر مبلغ ۱۰۷ هزار افغانی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۳۵
Background image

تهداب گذاری چهار صنف جدید برای یک مکتب در ولایت زابل

سنگ تهداب چهار صنف درسی و یک شعبه اداری برای مکتب ابتدائیه هواری در ولسوالی خاک افغان ولایت زابل به هزینه حدود ۷۰۰ هزار افغانی گذاشته شد.
پروژه مذکور که با حمایت مالی اعضای شورای تعلیمی. . .

بازگشت به اخبار