د ننگرهار پوهنې ریاست ولسونو سره د ۱۳۹۸ کال لاسته راوړنې شریکې کړې

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۲ - ۱۰:۳۵
د ننگرهار پوهنې ریاست ولسونو سره د ۱۳۹۸ کال لاسته راوړنې شریکې کړې

د پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار ولایت مقام کې د ننګرهار والي او پوهنې رییس په شمول د بېلابېلو ادارو مسولینو د ولسي ملاتړ په نوم غونډه کې د قومي مشرانو، مدني فعالینو، ځوانانو او رسنیو سره د ۱۳۹۸ کال لاسته راوړنې او فعالیتونه شریک کړل.
د ننګرهار پوهنې ریس حسیب الله شینواري وویل: د ننګرهار پوهنې ریاست په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه کړي او لا هم ژمن دی چې نور مثبت تغیر راولي.
د پوهنې رییس د ۲۲۰ بابه ښوونځیو د ودانیو جوړول، په لرې پرتو ولسوالیو کې د قراردادي ښځینه ښوونکو استخدام، د ۱۰۰ زرو نوو ماشومان جذب، د نظارت پیاوړتیا، د ښځینه مدیرانو استخدام، د شوراګانو فعالول، د بندو ښوونځیو پرانیستل او نورې ګڼې لاسته راوړنو څخه یادونه وکړه.
د پوهنې ریس وویل د ننګرهار ولایت نفوس د دری نیمو میلیونه وګړو په شا او خوا کې دی، خو اوس هم دې ولایت ته د ۱،۴ میلیونه وګړو بودیجه راځي چې دا په هېڅ صورت بسنه نه کوي.
د پوهنې ریس له خلکو وغوښتل چې له پوهنې سره خپل ملاتړ او مرستو ته دوام ورکړي، ترڅو وکړای شو خپلو ماشومانو ته د زده کړې سالم چاپیریال رامنځ ته کړو.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

خلاصه اخبار یومیه

1-    لغمان: کار ساخت تعمیر جدید مکتب ابتدائیه منجغان در ولسوالی فرشغان ولایت لغمان، در مساحت ۳ بسوه زمین وقف شده از سوی محترم حاجی سید علی شخصیت معارف‌دوست منطقه،به مصرف حدود ۵۰۰ هزار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

آغاز کار ساخت صنف‌های درسی برای یک مکتب در ولایت لوگر

کار ساخت چهار صنف درسی و یک دهلیز برای مکتب ابتدائیه احرار در قریه جباری مرکز ولایت لوگر، به هزینه حدود ۶۰۰ هزار افغانی از حمایت مالی مردم محل آغاز شد.
محترم الحاج مولوی گل‌ولی متقی،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

آغاز نشست علمی۶ روزه ارتقای ظرفیت برای معلمان مکاتب در شهر کابل

به هماهنگی ریاست معارف شهر کابل و حمایت مالی یک نهاد همکار، نشست علمی و فنی شش‌روزهٔ ارتقای ظرفیت‌های مسلکی برای ۲۳۷ تن آموزگاران مکاتب شهر کابل،  آغاز شد.
این نشست به‌منظور تقویت. . .

بازگشت به اخبار