په ننګرهار کې دخارج مرز زده کوونکو څخه د تعلیمی سویي د معلومولو ازموینه واخیستل شوه
د پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست لخوا دخارج مرز زده کوونکو څخه د تعلیمی سویي د معلومولو په موخه ازموینه واخیستل شوه.
دازموینې د پېل په مراسموکې چې د ننګرهار په عالي لېسه کې جوړه شوي وه د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال اول ګل ابوذاهد په خپلو خبرو کې زده کوونکو ته وویل: د پوهنې وزارت ستاسو د ښوونیز برخلیک ټاکنې په موخه یو ځانګړی طرزالعمل منظور کړی چې د نن ورځې د ښوونیزې سویې د معلومولو ازموینه د همدې طرز العمل له مخې تر سره شوه . هغه وویل دازموینې د پارچو له مخې به دعمر او ښوونیزې سویې په نظر کې نیولو سره اووم،اتم او نهم ټولګي ته وروپېژندل شئ
دپوهنې ریاست د ښوونیزې څارنې د امر عاشق الله عمرزي د معلوماتو له مخې په دې ازموینه کې چې د سړو سیمو ښوونځیو او شپی لېسې لپاره واخیستل شوه ۵۰۰ تنو برخه اخیستې وه چې دیرش تنه یې نجونې وې. نوموړي وایي دا زده کوونکي به د ټاکل شوي کمیسون د پریکړې وروسته دسړو سیمو اړوندو ښوونځیو او شپی لېسې ته تر پیژندل کیدو وروسته د روان ۱۳۹۸ کال د حوت په میاشت کې د ټولګي د تثبیت ازموینه واخیستل شي چې د بریالیتوب په صورت کې به په اړوند ټولګي کې درسمي زده کوونکي په توګه شامل شي.
