هلمند کې د B21 د هلکانو ښوونځي نوې ودانۍ پرانېستل شوه
د پوهنې وزارت، هلمند: د هلمند ولایت د مرکز اړوند د B21 هلکانو ښوونځي نوې ودانۍ د پټۍ په پریکولو سره ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په دې هکله جوړو شویو مراسمو کې د ولایت مرستیال والي الحاج بسم الله روحاني، د پوهنې رییس داود شاه صفاري او د ښارجوړونې رییس محمد فاضل صافي سربیره د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو برخه اخیستې وه.
یاده ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په دوو پوړنو کې د ښارجوړونې وزارت لخوا د ۱۵ میلیونو افغانیو په مجموعي لګښت جوړ شوي، چې ۸ درسي ټولګي، یو لابراتوار، کمپیوتر لب، کتابتون، ۱۰ تشنابونه او نورې اړوندې ښوونیزې آسانتیاوې لري، چې له پرانیستلو سره یې د یاد ښوونځي زده کوونکو ته د خوندي درسي چاپیریال زمینه برابره شوه.
د هلمند مرستیال والي د ښار جوړونې او پوهنې وزارتونو څخه مننه وکړه چې د هلمند ولایت لپاره یې د ښوونځیو د جوړیدو کارونه په چتکی روان کړي دي او هیله یي وښوده چې په راتلونکې کې هم دې ته ورته پروژو د تطبیق لپاره هلي ځلي وکړي.
د هلمند د پوهنې رییس داود شاه صفاري د یادې ودانۍ په پرانېست غونډه کې د ښوونځي له ښوونکو، زده کوونکو او د سیمې له اوسېدونکو وغوښتل، چې د ودانۍ ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د نوموړي په خبره، چې د دې ولایت د پوهنې پر وړاندې د شته ستونزو او مشکلاتو د حل لپاره یې جدي هلې ځلې روانې کړي او هڅه کوي، چې د پوهنې وزارت او ولایتي ادارې په مرسته په یاده برخه کې مهم پروګرامونه عملي کړي.
