د کابل ښار اړوندو ښوونيزو حوزو د ١٦ بابه مدارسو او ښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ د حسن قراٸت سياليو پاى غونډه ترسره شوه 

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۵۷
صقثض

نن د کابل ښار پوهنې رياست په تالار کې، د روژې مبارکې مياشتې په مناسبت، د کابل ښار ښوونيزو حوزو اړوندو مدارسو او ښوونځيو د ١٦ تنو زده کوونکو ترمنځ د حسن قراٸت سياليو پاى غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې پکې د پوهنې وزارت مالي او اداري معين محترم الحاج مولوي صبغت الله وصيل، د کيفيت تضمين معين محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، يو شمېر مرکزي رٸيسانو، آمرينو، علماءکرامو او مېلمنو حضور درلود٠
د غونډې په پيل کې د کابل ښار پوهنې رٸيس محترم مولوي حسيب الله صاحب زاده ټولو درنو مېلمنو او ګډون والو ته ښه راغلاست ووايه او د حسن قراٸت د سياليو په تړاو يې بشپړ معلومات ارايه کړل٠
ورپسې د پوهنې وزارت مالي او اداري محترم معين د قرآن عظيم الشان د عظمت په هکله د خبرو ترڅنګ،  په علمي ډګر کې د دغه شان سياليو ترسره کول خورا مهم وبلل او دا يې د طلابو او زده کوونکو د استعدادونو په پياوړتيا، مهارتونـو لوړولو او هڅونه کې ډېرې مهمې وګڼلې٠
دغه راز د پوهنې وزارت د کيفيت تضمين محترم معين د موضوع په هکله خبرې وکړې او ويې ويل: د دنيا او آخرت په امورو کې تر ټولو عظيم نعمت قرآن کريم دى او د دغه عظيم کلام د الفاظو او معاني دواړو برخو په زده کړه يې ټينګار وکړ٠
همدارنګه د حسن قراٸت سياليو يو تن داور محترم شيخ مبين شاه رمزي، د پورته ذکر شويو سياليو د څرنګوالي په اړه هراړخيز معلومات وړاندې کړل او د هغو پړاوونه يې ګډون والو ته تشرېح کړل٠
نوموړي زياته کړه چې له دې سياليو څخه يې اساسي موخه، د قاریانو هڅول، چمتو کول او د هغوى د نیمګړتیاو په ډاګه کول وو، ترڅو هغوى وکولای شي، دې ته ورته نورو راتلونکو سیالیو ته لاپسې چمتو شي.
په پاى کې روح الله ولد احمد سير، احمد طيب ولد کليم الله او محمود ولد محمداکبر په ترتيب سره لومړۍ، دويمه او درېيمه ممتازه درجه تر لاسه او هغوى د مسٸولينو له لوري په ډاليو او ستاينليکونو ووياړل شول٠

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۴۰
Background image

یک باب مکتب در ولایت ننگرهار ترمیم شد

کار ترمیم مکتب ابتدائیه سقاوه در ولسوالی خوگیانی ولایت ننگرهار که چندی قبل به حمایت مالی مردم محل آغاز شده بود، اینک به هزینه ۵۶ هزار و ۵۰۰ افغانی بازسازی و طی مجلسی با حضور مسوولان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۳:۱۲
Background image

روئسای جدید ریاست‌های تحقیقات علمی و تدارکات وزارت معارف رسماً معرفی شدند

بر اساس پیشنهاد وزارت معارف و منظوری مقام عالی ریاست‌الوزراء، محترم مولوی عبدالوکیل مدنی، رئیس پیشین تدارکات این وزارت، به‌عنوان رئیس جدید ریاست تحقیقات علمی و محترم محمد عثمان حریت،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۵:۳۲
Background image

خریداری میز و‌ چوکی برای یک مکتب در ولایت میدان وردگ

برای لیسه امام باقر در ولسوالی جلریز ولایت میدان وردگ، به هزینه ۱۰۰ هزار افغانی از حمایت مالی اعضای شورای تعلیمی مکتب مذکور، میز و چوکی شاگردان خریداری شده است.

بازگشت به اخبار