په بلخ ولایت کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي بیارغونه ترسره شوه
د بلخ ولایت دولتاباد ولسوالۍ اړوند زادیان منځني ښوونځي د ترمیم او بیارغونې چارې د یوه همکار بنسټ په ملاتړ د یو میلیون او ۱۴۷ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
د یادو چارو له بشپړېدو سره به د سلګونو زدهکوونکو لپاره سالم او مناسب ښوونیز چاپېریال برابر شي.
