د ځورونې بندیدو د پالیسۍ د پلي کیدلو پلان رپوت

Anonymous (not verified)

په معارف کې د ځورونې بندیدو د پالیسۍ د پلي کیدلو پلان

په معارف کې د ځورونې بندیدو د پالیسۍ د پلي کیدلو پلان چې د پوهنې وزارت د جندر آمریت لخوا د وړتیا د لوړیدو د دفتر په همکارۍ د نوموړي پالیسۍ د پلي کیدو پلان د نهايي کولو په موخه د اړوندو معینیتونو او ریاستونو د تخنیکي ټیم په ګډون د دوه ورځو لپاره په پارک هوټل کې جوړ شو. د پوهنې وزارت د جندر آمریت سر پرستې آغلې فرشته سادات د ریاستونو په مرکز او ولایاتو کې له دوی سره په همغږۍ کې د نوموړي پلان پلي کول د فعالیتونو د منسجم کولو لپاره یواځینۍ لار په ګوته کړه او له اړونده څانګو یې وغوښتل چې ګډو موخو ته په رسیدو کې د نوموړي پلان د پلي کولو په موخه د پوهنې وزارت د جندر آمریت سره همکاري او همغږي وکړي تر څو په کارونو کې نیمګړتیاوې او موانع په ګوته او مثبتو پایلو ته لاسرسی وشي. وروسته آغلې خاطره جبارخیل د USAID د دفتر د ظرفیت لوړونې او ارتقا د ادارېجندرمسوولې هم د نوموړي پلان په پلې کولو کې خپله ژمنه څرګنده کړه. آغلې جبارخیل د نوموړي پلان په بیلابیلو فارمټونو کارکول لکه:

- شکایاتو ته د رسیدنې د کمیټې د غړو د دندو د لایحو جوړیدل او وروستي کیدل

- شکایاتو د رسیدنې په کمیټه کې د غړیتوب د اخیستلو لپاره د محرمیت د فورمو وروستي کیدل

- دشکایاتو د ثبتولو لپاره د فورمو جوړیدل او د پالیسۍ لپاره د پلي کیدو د پلان جوړیدل او وروستي کیدل،

- د پوهنې وزارت او اړونده اداراتو ترمنځ د هوکړه لیکونو د فارمټ جوړیدل،

- د موانع تبلیغ او نشر په اړه د ځورونې پرضد پیامونه

- د پالیسۍ د پلي کیدلو د پلان د تخمیني بودیجې د فارمټ جوړیدل له ګډونوالو سره شریک کړل.