د بامیان ولایت په مرکز کې د قرآن کریم د زده کړې له درسي ټولګيو څخه یو شمېر ښځینه زده کوونکې فارغې شوې

media-moe
Tue, Apr 30 2024 1:51 PM
14

د بامیان ولایت مرکز اړوند د اژدر په کلي کې څه باندې ۶۰ تنه خویندې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د قرآن کریم د زده کړې له دورې او سواد زده کړې له ټولګیو څخه فارغې او تصدیق پاڼې یې ترلاسه کړې.

یاد ښوونیز پروګرام د بامیان ولایت پوهنې ریاست له خوا د ابراء خیریه بنسټ په مالي مرسته پیل شوی ؤ.

د باميان ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي رحمت الله قنديلي دغو مېرمنو ته د فراغت مبارکۍ ترڅنګ، د اولادونو په سالمه روزنه او پالنه کې د مېرمنو رول مهم او اړين وباله او زیاته یې کړه، هغه فارغان چې د خپلو زده کړو د دوام لېوالتیا لري، کولای شي د ښوونځيو په څلورمو ټولګي کې شامل شي.

په همدې حال کې د ابراء خيريه بنسټ مسئول د خپلو کړنو په تړاو تفصیلي معلومات وړاندې کړل او په نیږدې راتلونکي کې يې د ۱۰۰ تنو نورو کسانو لپاره د قرآن کريم د زده کړې او لیک لوست پروګرامونو اړوندو ټولګيو د جوړولو اعلان وکړ.

Latest news

Wed, Jun 18 2025 2:52 PM
Background image

Meeting of Several Provincial Education Directors with the Acting Minister of Education

On behalf of others, the Education Directors of Kabul, Maidan Wardak, Bamyan, Kapisa, Ghazni, and Logar provinces met with the esteemed Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Acting Minister of. . .

Wed, Jun 11 2025 2:29 PM
Background image

Delegation from the Ministry of Education met with the Deputy Minister of Education of the Russian Federation

This meeting, held in the city of Kazan, included the Deputy Minister of Education of Russia, Andrey Korneev, who expressed his full readiness to cooperate with Afghanistan’s education. . .

BACK TO NEWS