د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو «اوونیز راپور»

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه، تېره اوونۍ د یاد وزارت د مرکزي هستې ټولو کارکوونکو ته دکوچني اختر له رخصتيو وروسته د دیني درسونو لړۍ په نورمال ډول روانه وه.
همدارنګه، د کابل ښار او د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه لاس ته راغلي راپورونه ښیي چې؛
په تېره اوونۍ کې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم د تعلیمي مرکزونو اړوندو کارکوونکو ته د دیني درسونو پروګرامونو جریان درلود، لکه؛ د پخوا په څېر په مرکزي هسته کې د یو شمېر ریاستونو د کارکوونکو حال له نږدې وارزول شو او هغوی ته لازمې توصیې وشوې.