د پوهنې له ډګره د تېرې اوونۍ د مهمو خبرونو لنډيز

media-moe
Thu, Jun 18 2026 1:00 PM
66262

(۱/۱/۱۴۴۸هجري قمري، ۲۷/۳/۱۴۰۵ لمریز)

۱- د زابل ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په ګډون د یاد ولایت میزانې ولسوالۍ اړوند مصباح العلوم دیني مدرسې لپاره د ۶ درسي ټولګیو جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه.

۲- د پوهنې وزارت له لوري د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت چاپ شوي اداري اسناد او فورمې ولېږدول شوې.

۳- د کابل ښار د ښوونځیو ۱۳۸ تنو ښوونکو ته د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د صنفي اصولو مدیریت په اړه درې ورځنۍ روزنیزه ناسته د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ پیل شوه.

۴- د پکتیا ولایت لژه منګل ولسوالۍ اړوند په ۵ ښوونځیو کې د ۱۲۳ زره او ۴۵۰ افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا سیسټمونه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

۵- د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رئیس محترم الحاج مولوي موسی جان آغا، د یوه رسمي سفر په ترڅ کې بامیان ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له پوهنې رئیس، محترم قاري عنایت الله سهار سره وکتل.

۶- د بامیان ولایت پوهنې ریاست لخوا د «ښوونکو لپاره د اغېزمنې ښوونې او زده کړې ترویج» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی ښوونیز پروګرام د یاد ولایت د مرکز اړوندو ښوونځيو ۷۶ تنو آمرینو او ښوونکو لپاره پیل شو.

۷-د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنې ښار کې د بي بي عایشه صدیقه (رضی الله عنها) دیني مدرسې نوې ودانۍ د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د یو میلیون افغانیو په لګښت جوړه او د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

۸- د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو ښوونکو، مدیرانو او سرښوونکو لپاره د «اغېزمنې زده کړې» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتيا لوړونې شپږ ورځنی ښوونیز پروګرام، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په حضور کې پیل شو.

۹- د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست راپورونو له مخې، د ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړۍ ربع کې د یاد ولایت د کامې ولسوالۍ له یو شمېر ښوونیزو بنسټونو سره د ۶۰۵ زره او ۱۳۰ افغانیو مالي مرسته شوې ده.

۱۰- د مسلکي مهارتونو لوړولو او د ښوونیزو چارو لا ښه والي په موخه، د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ ۲۱۰ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو.

۱۱- د جوزجان ولایت په ګرمو سیمو کې د اوړي د تقویتي ټولګیو ښوونکو او روزونکو لپاره «د زده‌کړو پیاوړتیا او د زده‌کوونکو د تعلیمي لاسته راوړنو ښه‌والی» تر سرلیک لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو.

۱۲- د هرات ولایت پوهنې ریاست د یوه همکار علمي بنسټ په همکارۍ د یاد ولایت کرخ ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو د ۲۰۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ علمي او کتاب لوستلو سیالي ترسره کړه.

۱۳- د «اغېزمنې ښوونې او زده کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ د کابل ولایت د ٨ ولسوالیو د ښوونځیو ۲۴ تنو مدیرانو او سرښوونکو لپاره، د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ پیل شو.

۱۴- د بدخشان ولایت د مرکز شورابه منځني ښوونځي شورا د خپلې بوديجې او د خلکو د مرستو په مټ د ۲۳۷ زره افغانیو په لګښت د یاد ښوونځي په انګړ کې دوه درسي ټولګي جوړ کړل.

۱۵- د هلمند ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد عوض انصاري، ویلي چې، د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه د مرکز او ولسوالیو ۷۲ تنو ښوونکو ته پنځه ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شوی دی.

۱۶- يوې همکارې ادارې، د غور ولایت د مرکز او ولسوالیو ښوونځیو ته د خوراکي توکو / بيسکوېټ وېشلو لړۍ پیل کړې ده.

۱۷- د یو همکار بنسټ لخوا، د هرات ولایت د سواد زده‌کړې مرکزونو اړوندو ۶ زره زده‌کوونکو ته د ۱ میلیون او ۵۵۴ زره افغانیو په ارزښت ښوونیز توکي ووېشل شول.

۱۸- د پکتیکا ولایت د ۱۹بابه دیني مدارسو له ۱۵۰۰ تنو طلابو سره د یوې خیریه ادارې له لوري د جامو مرسته وشوه.

۱۹- د یوه همکار بنسټ له لوري د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره د ۴ میلیونه ۵۴ زره او ۴۰۰ افغانیو په ټولیز ارزښت ۷۰۰ کڅوړې قرطاسیه مرسته وشوه.

۲۰- د بامیان ولایت د پوهنې ریاست راپورونو له مخې، د ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړۍ ربع کې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له یو شمېر تعلیمي مرکزونو سره د ۳ میلیونه، ۷۵۲ زره او ۳۵۰ افغانیو په ټولیز ارزښت مالي مرسته شوې ده.

۲۱- د لغمان ولایت فرشغان ولسوالۍ اړوند ماشکندي کلي په سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه دیني مدرسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

۲۲- د بامیان ولایت په پنجاب او یکاولنګ ولسوالیو کې د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی روزنیز پروګرام د ۹۳ تنو ښوونکو لپاره په جلا او هم‌مهاله توګه پیل شو.
په ياد پروګرام کې د پنجاب ولسوالۍ ۴۳ او د یکاولنګ ولسوالۍ ۵۰ تنه ښوونکي ګډون لري.

۲۳- د یوه همکار بنسټ له لوري د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره د ۲ میلیونه، ۷۳۷ زره او ۲۸۰ افغانیو په ارزښت ۴۷۵ کڅوړې قرطاسیه مرسته وشوه.

۲۴- د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.

۲۵-د ارزګان ولایت پوهنې ریاست خبر ورکوي چې په دې وروستیو کې د یاد ولایت دهراود ولسوالۍ اړوند«لیلان علیاء» لومړني ښوونځي بیارغونې او ترمیم چارې بشپړې او د پوهنې مسوولینو، دیني علماءکرامو، استادانو او د سیمې د مخورو په حضور کې یو ځل بیا د زده‌کوونکو پر مخ پرانیستل شوې.

۲۶- د کابل ښار پوهنې ریاست د ۳۸۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه د اووم څخه تر یوولسم ټولګي پورې د شاملېدو په موخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.

۲۷- د یوې همکارې ادارې له لوري د پنجشېر ولایت ښوونځیو ته د ۷۸۱ زره او ۴۵۷ افغانیو په ټولیز ارزښت ۲۰۹ کڅوړې درسي مواد ورکړل شول.
ټاکل شوې ده چې یاد مواد د یوې ځانګړې ونډې له مخې د دغه ولایت پر ښوونځیو ووېشل شي.

۲۸- د هلمند ولایت ګرمسېر ولسوالۍ اړوند ۲۳ دیني مدارسو مهتممینو ته د احصائیوي فورمونو ترتیب او ډکولو په اړه یو ورځنی ښوونیز پروګرام ترسره شو.
د مسوولینو په وینا، په یاد پروګرام کې ګډونوالو ته د احصائیوي فورمونو د سم، دقیق او معیاري ډکولو لارې چارې تشرېح او د فورمونو د هرې برخې په اړه اړین معلومات وړاندې شول.

۲۹- د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ اړوند په درې بابه ښوونځیو کې د نویو ودانیو جوړولو بنسټ ډبرې د یوې غونډې په ترڅ کې چې د یاد ولایت پوهنې مسوولینو هم پکې ګډون درلود، کېښودل شوې.
د چارواکو په وینا، د رستاق ښار د «شهر جدید» لومړني ښوونځي ودانۍ به د ۱۴۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یادې ولسوالۍ د علم‌پرور سوداګر او شخصیت، محترم عبدالرحیم فریاد، په مالي مرسته پر ۴ جریبه ځمکه جوړه شي

۳۰- د ارزګان ولایت پوهنې ریاست خبر ورکوي چې په دې وروستیو کې د یاد ولایت دهراود ولسوالۍ اړوند«لیلان علیاء» لومړني ښوونځي بیارغونې او ترمیم چارې بشپړې او د پوهنې مسوولینو، دیني علماءکرامو، استادانو او د سیمې د مخورو په حضور کې یو ځل بیا د زده‌کوونکو پر مخ پرانیستل شوې.

۳۱- د لغمان ولایت فرشغان ولسوالۍ اړوند ماشکندي کلي په سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه دیني مدرسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

Latest news

Sun, Apr 26 2026 3:52 PM
Background image

Inauguration of an Education Support Project by the Minister of Education in Bamyan Province

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, who has traveled to Bamyan Province on an official visit, inaugurated an education support project funded by a partner. . .

Sun, Apr 26 2026 3:36 PM
Background image

The foundation stone of a school was laid by the Honorable Minister of Education in Bamyan Province

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, during his official visit to Bamyan Province, laid the foundation stone of a. . .

Thu, Mar 26 2026 12:54 PM
Background image

The new academic year 1405 in the cold-region provinces of the country officially commenced through special ceremonies.

The new academic year 1405 was formally inaugurated in the presence of the respected leadership of the Ministry of Education, high ranking officials, a number of esteemed members of the. . .

BACK TO NEWS