بامیان ولایت کې د ۱،۵ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۱:۹
asd

د باميان ولايت ورس ولسوالۍ اړوند د تنور سراب په کلي کې د یو باب لومړني ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره، د پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار له خوا د سيمه ييزو ادارو د يو شمېر مسئولينو په حضور کې کېښودل شوه.

پوهنې مسئولين وايي، دغه ښوونځى د سيمې د خلکو په مالي مرسته په ۲ جرېبه ځمکه کې د يو نيم مېليون افغانيو په لګښت جوړېږي، چې ۶ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې او نورې ضروري ملحقات به ولري.

په دې مراسمو کې د پوهنې رئیس خلکو ته ډاډ ورکړ چې د پوهنې وزارت ژمن دی، تر څو د هېواد د ماشومانو لپاره سالم تعلیمي چاپېریال برابر کړي.

نوموړي زیاته کړه، د باکیفیته زده کړو لپاره باید خلک هم فعاله ونډه ولري او د پوهنې په برخه کې خپل مسئولیت اداء کړي.

بل خوا يو شمېر ويناوالو په خپلو خبرو کې د هېواد له پوهنیز نظام څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.

د پوهنې وزارت رهبري د پوهنې په برخه کې د خلکو له مرستو مننه کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS