بدخشان ولایت کې د شاوخوا ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي ودانۍ بیاورغول شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۱۱:۳۶
14

د بدخشان ولايت شهربزرګ ولسوالۍ اړوند د دشت فرهنګ منځني ښوونځي ودانۍ، چې څه موده مخکې یې په اساسي ډول د بیارغونې چارې د پوهنې له بودیجې څخه د ۴۷۱ زره افغانیو په لګښت پيل شوې وې؛  اوسمهال بشپړې او د پوهنې مسئولینو په حضور کې پرانیستل شوه.
په یاده پروژه کې د ۱۱ درسي ټولګيو ترمیم، د انګړ کانګرېټ کول او د ښوونځي د ودانۍ رنګول شامل دي.
د پوهنې د ولایتي چارواکو په وینا،، د دا ډول پروژو پلي کول د زده کوونکو د زده کړو د کیفیت په لوړولو کې اساسي رول لوبوي.
ځايي اوسېدونکو هم د پوهنې وزارت د پاملرنې او هڅو ستاينه وکړه او د دغه ولايت په نورو سيمو کې يې د ورته پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS