بدخشان ولایت کې یو باب دیني مدرسه په درسي توکو سمباله شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۵:۱۹
556

د حبیبي قرآني علومو اکاډمۍ لخوا د بدخشان ولایت په خاش ولسوالۍ کې یو باب دیني مدرسه د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت په اړینو تعلیمي او تدریسي توکو سمباله شوې ده.

د یاد ولایت پوهنې ریاست په وینا، په دغه مرسته کې یو شمېر وسایل، تجهیزات، اکمالات او تعلیمي مواد شامل دي چې د مدرسې مدیریت ته ورکړل شوي دي.

د پوهنې ریاست د ادارې او سرچینو آمر محترم قاري عبدالهادي هادي له یاد نېک کار ستاینه وکړه او ویې ویل چې د تعلیم سره د دیني او تعلیمي ادارو همکاري په لیرې پرتو سیمو کې د تعلیمي وضعیت لاښه‌والي او پوهې په خپرولو کې د پام وړ رول لوبوي؛ نو موږ ټولو خیریه ادارو او شخصیتونو ته بلنه ورکوو چې په دې برخه کې زموږ سره مرسته وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۳۸
Background image

د کابل ښار پوهنې ریاست له لوري ۱۴۴ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار پوهنې ریاست د تعلیمي چاپېریال ښه والي او زده‌کوونکو ته د درسي وسایلو برابرولو په موخه ۱۴۴ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم او د شپاړسمې حوزې اړوند د نازو عالي لېسې زده‌کوونکو ته یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۳۴
Background image

په کندهار ولایت کې د ۶ بابه ښوونځیو پرانیسته وشوه

د کندهار ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ۶ بابه ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ د یوه همکار بنسټ په مالي مرسته د ۲ میلیونه او ۳۵۲ زره ډالرو په ټولیز لګښت جوړې او د یاد ولایت پوهنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۳۲
Background image

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست چارواکو د پوهنې وزارت له مسئولینو سره وکتل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس، یو شمېر مسئولینو، تخنیکي ټیم او همدارنګه د پوهنې وزارت له لوري د اسلامي زده‌کړو معین، د مالي او حسابداري رئیس او یو شمېر رئیسانو ترمنځ، د معیاري ښوونیزو. . .

BACK TO NEWS