دجاپان هېواد د ديپلوماتانو يو پلاوي د کابل ښار له يوې ليسې څخه ليدنه وکړه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۴:۲۷
erty
په کابل کې د جاپان سفارت لومړۍ او دویمې سکرترې مېرمن کاناکو تاناکا او مېرمن ریکا اوماګاري په داسې حال کې چې د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني یې هم ملتیا کوله، د نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند الفتح لېسې څخه لیدنه وکړه.
په هغه کتنه کې چې د پلاوي له خوا د پوهنې رياست له مشرتابه او د يادې لېسې له مسئولينو سره ترسره شوه، د کابل ښار پوهنې رئيس ياد پلاوي ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ، د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د جاپان له مرستو او په ځانګړې توګه د پوهنې په برخه کې مننه وکړه او له ورغلي پلاوي څخه يې وغوښتل چې د ښوونځیو د نویو ودانیو رغونې په برخه کې دې له دغه وزارت سره لازیاتې مرستې وکړي.
ورپسې جاپاني پلاوي په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د کرنې، روغتیا او پوهنې په برخو کې د خپل هېواد مرستو ته په اشارې سره ژمنه وکړه، چې د پوهنې د سکتور د ستونزو د هواري په موخه به د خپل هېواد له مشرتابه سره خبرې وکړي او په دې برخه کې به ځانګړې بودیجه اختصاص کړي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۵:۵۳
Background image

په غزني ولایت کې د ۲ بابه ښوونځیو زده‌کوونکي د څښاک پاکو اوبو له اسانتیاوو برخمن شول

د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ اړوند په پناه منځني ښوونځي او علي هجوري عالي لېسه کې، د ښوونځیو شوراګانو په همکارۍ د څښاک پاکو اوبو دوه څاګانې تر کیندلو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۵:۵۲
Background image

تطبیق امتحانات معیاری از سوی هیئت وزارت معارف در ولایت پروان

هیئتی ریاست ارزیابی نتایج و امتحانات معیاری وزارت معارف، به ولایت پروان سفر نموده و با مسئولین معارف آن ولایت دیدار و گفتگو نمود.

این هیأت قرار است در ۵۳ باب مکتب آن ولایت، امتحانات. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۵:۵۰
Background image

د پروان ولایت یوې لېسې ته درسي کتابونه توزېع شول

یوې خیریه ادارې چې د پوهنې سره کار کوي، د پروان ولایت سیدخېل ولسوالۍ اړوند د ظابط قاسم لېسې زده‌کوونکو ته د مختلفو مضامینو ۵۶۷ ټوکه درسي کتابونه ځانګړي کړل.

چارواکو په خپلو ویناوو کې. . .

BACK TO NEWS