ده دانا کې د نجونو لپاره یو باب ښوونځی جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

media-moe
شنبه ۱۳۹۹/۴/۱۴ - ۱۷:۵۳
ده دانا کې د نجونو لپاره یو باب ښوونځی جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د پوهنې وزارت_کابل: د کابل ښار په اوومې تعلیمي حوزې پورې اړوند د ده دانا د نجونو لیسه د پوهنې وزارت سر پرستې آغلې رنګینې حمیدي او ورسره مل پلاوي لخوا افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

آغلې حمیدي په دې تړاو جوړو شوو مراسمو کې د نوموړې لیسې جوړیدل یوه غوره کړنه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د پوهنې کاروان زیاتو هڅو او جدي کار ته اړتیا لري او د هغه وخت را رسیدلی دی تر څو په هیواد کې د اسلامي او افغانې ارزښتونو په رڼا کې د نړیوالو معیارونو پر اساس د زده کړې لپاره د مناسبو امکاناتو پر برابرلو او د کیفیت د ودې په برخه کې ټول باید په جدي توګه په ګډه کار وکړو.

د کابل ښار د پوهنې رییس ښاغلي ډاکټر ضمیر ګوارا د نوموړې لیسې جوړیدل د ښوونې او روزنې د معیاري خدماتو په برخه کې یو نوی زیری وباله زیاته یې کړه چې: د ده دانا د نجونو لیسه په دریو پوړونو کې په پاخه او اساسي توګه د دولت له بودیجې څخه د ١٧ میلیونه ۷۶۶ زرو او ٢٩١ عشاریه ٢ افغانیو په ارزښت جوړه شوې چې ٢٢ درسي خونې یوه د لابراتوار خونه، یو د کمپیوتر لب په کې شامل دي.

په پای کې د ده دانا د لیسې آمرې آغلې بي بي هوا شینواري‌ په هیواد کې د ښو زده کړو په برخه کې په تیره بیا د نجونو په برخه کې د پوهنې وزارت له پاملرنې مننه وکړه زیاته یې کړه چې د نوموړي ښوونځي په جوړیدو زموږ د نجونو او ښوونکو ستونزه د ټولګیو د نشتون له کبله خلاصه شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS