د آزموینو ملي ادارې رئیس د ننګرهار ولایت د پوهنې له مسئولینو سره وکتل

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۵:۲۸
asdf

د آزموینو ملي ادارې رئیس شیخ عبدالباقي حقاني، د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست په دفتر کې، د یاد ریاست له مشرتابه سره وکتل.

په پیل کې د یاد ولایت پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت حقاني، د آزموینو ملي ادارې د رئیس له ورتګ هرکلی وکړ او د همدې ادارې د کړنو، په ځانګړي ډول د کانکو آزموینې د پروسې پلې کولو برخه کې یې د دغې ادارې د همکارۍ ستاینه وکړه.

ورپسې د آزموينو ملي ادارې رئيس د ننګرهار ولايت د پوهنیز وضعيت لاښه والي په اړه خبرې وکړې؛ د اسلامي او عمومي زده کړو د دولسمو او څوارلسمو ټولګيو فارغانو ته یې، د کانکور آزموينې د اخيستلو په تړاو پر لازیاتې همغږۍ ټينګار وکړ.

غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS