د ا.ا.ا د پوهنې وزارت پلاوي په کازان ښار کې د پوهنې د وزيرانو په نړيوال کنفرانس کې ګډون وکړ

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۰:۵۰
hfgh

ياد کنفرانس چې نن ورځ رسما پيل شو، د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې د معين الحاج مولوي سخاء الله سعيد په مشري پلاوي پکې رسما ګډون وکړ.
دغه کنفرانس د روسیې د ولسمشر ولاديمير پوتين په ويډيويي وينا پيل شو. وروسته د روسیې د پوهنې د وزير په شمول د بيلابيلو هيوادونو د پوهنې وزيرانو ويناوې وکړې. 
د کنفرانس تر پيل وړاندې د افغانستان د پوهنې وزارت پلاوي د ساينس او ټکنالوژي له نندارتون څخه لیدنه وکړه.
همدا راز يې د کنفرانس په څنډه کې د ايران د پوهنې له مرستيال وزير سره وليدل او په تعليمي ډګر کې يې د دوه اړخيزو همکاريو په هکله خبرې وکړې. 
ياد پلاوي مازديګر مهال د روسيې د پوهنې له وزير سره هم وليدل، په دې ليدنه کې د روسيې د پوهنې وزير د امريکايي اشغال پر وړاندې د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان مجاهد ولس مبارزه وستايله. نوموړي وويل د افغانستان اسلامي امارت په اړه د روسيې په دريځ کې زيات مثبت بدلون راغلی دی او دغه بدلون به د افغانستان له تعليمي نظام سره د همکاري په برخه کې زيات فرصتونه را منځ ته کړي.
د يادونې وړ ده، چې په دې کنفرانس کې تر ديرشو څخه د زياتو هيوادونو د پوهنې وزيران او مرستيالان ګډون لري او سبا ورځ پنجشنبه به هم دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۲:۲۵
Background image

په میدان وردګ ولایت کې له یوه ښوونځي سره د کمپیوټرونو مرسته وشوه 

د میدان وردګ ولایت سیدآباد ولسوالۍ اړوند د شیخ‌آباد کلي یوه معارف‌دوسته اوسېدونکي، د همدې ولسوالۍ له شیخ‌آباد عالي لېسې سره د ۹۰ زره او ۳۷۰ افغانیو په ارزښت د ۱۰ پایې کمپیوټرونو او یو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۱:۵۷
Background image

د لغمان ولایت په دولت‌شاه ولسوالۍ کې د یوې نوې دیني مدرسې پراختیایي چارې پیل شوې

د لغمان ولایت دولت‌شاه ولسوالۍ اړوند «مفتاح‌العلوم» دیني مدرسې لپاره د ۱۰ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
 د یادې ودانۍ د جوړولو لګښت له یو میلیون افغانیو څخه زیات اټکل شوی، چې د سیمې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۰:۴۸
Background image

په لوګر ولايت کې د یوه ښوونځي لپاره کمپیوټرخونه تاسيس شوه

د لوګر ولایت د بره‌کي برک ولسوالۍ شاه‌مزار لېسې لپاره د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ ، د ۶۷ زره او ۵۲۰ افغانیو په ارزښت کمپیوټر خونه تاسيس شوې ده.
ياد ټولګى په ۱۴ پایو لپ‌ټاپ کمپیوټرونو او. . .

BACK TO NEWS