د ابو الفتح بُستي متوسطه ښوونځې نوې ودانۍ ګټي اخیستني ته وسپارل شوه

د پوهنې وزارت_هلمند: د هلمند ولایت د پوهنې ریاست اړوند نهرسراج ولسوالۍ کي د ابو الفتح بُستي شپږ ټولګیزي منځنۍ ښوونځې نوې ودانۍ ګټي اخستني ته وسپارل شوه.
د یادي ودانۍ په پرانستغونډه کي د هلمند پوهنې رئیس تر څنګ د ښار او کور جوړوني رئیس، د نهرسراج ولسوالۍ استازي، ګڼو قومي مشرانو او ښوونکو برخه درلوده.
د ښار او کور جوړوني رئیس عبدالولي مبارز وویل چي یاد ښوونځۍ د ۱۶ میلیونه او ۱۹۴ زره افغانیو په ارزښت جوړه شوې چي شپږ مجهز ټولګي، د مدیریت شعبه، د معلمینو شعبه، د لابراتوار خونه، کمپیوټر لیب او کتابتون خوني په ګډون ورته د بریښنا مکمل سیستم جوړ شوی دي.
ښاغلي مبارز وویل چي یاده ښوونځې کي د ابو زیرمه، د ابو برمه او پنځه تشنابونه هم جوړ شوي دي.
د هلمند پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري د ښار او کور جوړوني ریاست مسؤلینو مننه وکړه چي په هره برخه کي مرسته کوي.
ښاغلي صفاري وویل چي د ابو الفتح بُستي منځنۍ ښوونځۍ د سیمي لپاره ګټوره وباله او زیاته یي کړه چي په مجهز سیستم سمبال ده او د زده کوونکو د تدریس هر ډول امکانات پکي شتون لري.
صفاري همداراز د ښوونځي د شورا او قومي مشرانو څخه غوښتنه وکړه چي د ښوونځي په ساتلو کي پوره ونډه واخلي هغه همداراز وویل د ښوونځي مدیر ته سپارښتنه وکړه چي د ښوونځي چاپیریال ته ځانکړې پاملرنه وکړي او د نوي کال له پیل سره پکي نیالګي کښینوي.
د یادوني وړ ده چي څه موده وړاندي همدې ښوونځې ته ورته د کاریز په سیمه کي هم د یو نوي ښوونځي ودانی ګټي اخیستني ته وسپارل شوه چي زده کوونکي خپلي زده کړي پکي کوي.