د اسلامي زده‌کړو معینیت لخوا د دیني مدارسو د ثانویه او مافوق ثانویه درجو مشترکو ازموینو په اړه علمي سیمینار جوړ شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۳۸
5415

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت لخوا د دیني مدارسو د ثانویه او مافوق ثانویه درجو مشترکو ازموینو په اړه علمي سیمینار، د اسلامي زده‌کړو محترم معین او د نورو مرکزي ریاستونو یو شمېر رئیسانو  په ګډون سره ترسره شو.
په پیل کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین محترم الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده په خپله وینا کې د ازموینې مسئولینو او اداري مدیرانو ته ځینې اړینې سپارښتنې وکړې، ویې ویل: (یاده ازموینه د طلابو لپاره خورا مهمه ده او زموږ د هڅو پایلې له دغو ازموینو څخه ترلاسه کېږي؛ له همدې امله، اړینه ده چې ازموینې په بشپړې روڼتیا سره پلي شي). 
نوموړي زیاته کړه؛ د الله تعالی د رضا لپاره خپلې ارادې پاکې کړئ، د مادي شیانو پروا مه کوئ او دغه ازموینه او د هغو پوښتنې د امانت په توګه وګڼئ."
محترم معین څرګنده کړه، د روڼتیا ډاډمنولو لپاره پوهنې وزارت د هر زون لپاره د څارنې ټیمونه ټاکلي دي، تر څو د ازموینې پروسه په هراړخیزه توګه وڅاري.
ورپسې د مدارسو او دارالحفاظونو محترم رئیس مسئولو چارواکو ته د ازموینې د کړنلارې او محتوا په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ چې، ازموینې به د شرایطو وړ کړنلارې او پلان سره سمې پلې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د پوهنې وزارت د معیاري ازموینو پلاوي د کابل ښار پوهنې رٸيس په شمول د ولایتونو له پوهنې رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه.
د غونډې په پیل کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معين او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۱۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت یو باب ښوونځی ورغول شو

د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ یالور منځني ښوونځي د ترمیم او بیارغونې چارې، چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت ترسره شوې وې، بشپړې او بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

په لغمان ولایت کې د یوې دیني مدرسې لپاره د درسي ټولګیو او يو محراب جومات جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په «کنډي‌میل» سیمه کې د تحسین‌القرآن دیني مدرسې د ودانۍ جوړولو چارې، د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، پر ۷ جریبه ځمکه د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
د یاد. . .

BACK TO NEWS