(د امام ابو یوسف ( رحمه الله علیه) نمونوي عالي لېسې لپاره د (۱۳) خالي بستونو اعلان په اړه)

Amiri-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۰:۳۱

Publish Date

Closing Date

Location

Kabul Afghanistan

[10:49 AM, 2/11/2026] Ghoprane s daf: د پوهنې وزارت خبرتیا

(د امام ابو یوسف ( رحمه الله علیه) نمونوي عالي لېسې لپاره د (۱۳) خالي بستونو اعلان په اړه)

پوهنې وزارت، په مرکز او ولایتونو کې د ممتازه زده‌کوونکو لپاره د باکیفیته زده‌کړو اسانتیاوو برابرولو په موخه، په کابل ښار کې د امام ابو یوسف( رحمه الله علیه)نمونوي عالي لېسه تاسیس کړې، چې یاد وزارت اوس‌مهال د روڼتیا ډاډمنولو او د شرایطو وړ کادرونو ګمارلو لپاره، د پورته ذکر شوې لېسې اړوند( دیني علومو، کیمیا، فزیک، بیولوژي، پښتو، دری، ریاضي، بدني روزنې، لیلیې معلم او تدریسي مامور ۱۳ خالي تدریسي بستونه) د ازادې سیالۍ لپاره وړاندې کوي.

د ګمارنې شرایط
په اړوند مسلک کې د لږ تر لږه لیسانس سند درلودل، د مطلوب مضمون بشپړ مهارت، د تدریس له نويو مهارتونو سره بلدتیا، مسلکي ژمنتیا او له زده‌کوونکو سره مناسب چلند؛
د اسلامي او مذهبي شخصیت سربېره د حسن سیرت درلودل؛
په ا/مارتي یا خصوصي ښوونځیو کې د لږ تر لږه یو کال کاري تجربې درلودل؛
د ښوونیزې ټیکنالوژۍ (کمپیوټر، پروجکټور او داسې نورو سره) د کار کولو وړتیا درلودل؛
په لابراتوار کې د ساینسي تجربو ترسره کولو وړتیا ولري (د ساینس ښوونکو لپاره).
له انګلیسي یا عربي ژبې سره بلدتیا ولري.
هغه اشخاصو ته لومړیتوب ورکول کېږي، چې د لیسانس درجې څخه پورته تحصیلي سند او لوړې زده‌کړې ولري.

اړین اسناد
د غوښتنلیک فورمه د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست ته لېږل شوې، که چېرې نوماند برحال ښوونکی وي، خلص سوانح یې اړینې دي.
د اړینو اسنادو کاپي: د تابعیت پېژندپاڼه، تحصیلي اسناد، په ښوونیزو ټریننګونو او روزنه کې د ګډون تصدیق‌پاڼه، هغه اسناد چې د ښوونکي علمي او مسلکي مهارتونه ثابتوي. لکه؛ علمي کارونه.
د اسنادو سپارلو ځای: وړ نوماندان کولای شي، خپل اسناد د اعلان د خپرېدو له نېټې وروسته تر ۲۸ /۱۱ /۱۴۰۴ لمریز کال پورې، د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست ته، چې د لوړو زده‌کړو وزارت ته مخامخ په کارته ۴ کې موقعیت لري، وسپاري.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies