د بامیان ولایت د ښوونځیو ۶۶ تنو ښوونکو په روزنیز ورکشاپ کې ګډون وکړ 

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۵۵
طظزظطز

د هغو مېتودیکي ورکشاپونو په لړۍ کې چې د ملک د ښوونځیو د ښوونکو لپاره د زده‌کړو کیفیت ښه‌والي په موخه پیل شوي دي، دا ځل په بامیان ولایت کې د «اغېزمنې زده‌کړې او تدریس ترویج» تر سرليک لاندې د روزنیز ورکشاپ څلورم پړاو د یاد ولایت د ورس ولسوالۍ ۶۶ تنو ښوونکو لپاره پیل شو.
دغه روزنیز ورکشاپ د پوهنې ریاست د پلان له مخې او د یوې خیریه ادارې په مالي او تخنیکي ملاتړ ترسره کېږي او ټاکل شوې ده چې د ۱۲ ورځو لپاره دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د درخان منځني ښوونځي ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بدخشان ولایت خاش ولسوالۍ اړوند درخان منځني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد، مسوولینو، علماءکرامو او د سیمې د مخورو په حضور کې کېښودل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۵
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونځیو ته د ۳۷۰ تنو کډوالو ماشومانو جذب په موخه ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست اووم، اتم او نهمو ټولګیو ته د شاملېدو په موخه له ۳۷۰ تنه راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۱
Background image

په زابل ولایت کې د څه باندې نیم میلیون افغانیو په لګښت یو ښوونځی جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ د ګلزار کلي د ګلزار لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، د سیمې د خلکو له لوري پر وقف شوې ۱.۵ جریبه ځمکه کې کېښودل شوه.
د پوهنې مسوولینو په وینا؛ دغه. . .

BACK TO NEWS