د بدخشان ولایت پوهنې ریاست ته نوی رئیس ور وپیژندل شو.

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۹ - ۱۵:۱
رئیس معارف ولایت بدخشان معرفی و رسماً به کار اش آغاز نمود

د بدخشان ولایت د پوهنې نوی رئیس ډاکټر روح الله محقق د یوې غونډې په ترڅ کې چې د یاد ولایت د والي مرستیال اخترمحمد خیرزاده، د بدخشان د ولایتي شورا رئیس او غړو، د پوهنې ریاست او نورو دولتي ادادرو چارواکو او کارکوونکو، قومي مشرانو، د مدني ټولنې غړو او د سیمې خلکو ګډون درلود، وپیژندل شو او دنده یې رسمآ پیل کړه.

د بدخشان د والي مرستیال اخترمحمد خیرزاده راغلیو میلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ زیاته کړه: ډاکټر روح الله محقق له دې مخکې هم د بدخشان پوهنې ریاست کې دنده ترسره کړې، چې د بیاځلي راتګ مبارکي ورته وایم او هیله لرم چې په ورسپارل شویو کارونو کې تل بریالی و اوسي، د بدخشان له اولسونو غواړم څو د تیرو کلونو په څیر د پوهنې ریاست سره هر اړخیزه مرسته او همکاري وکړي.

د بدخشان ولایت د پوهنې نوي رئیس ډاکټرروح الله محقق، د پوهنې وزارت له مشرتابه، د یاد ولایت له رهبرۍ، د تخار ولایت د ځينو رئیسانو له ملتیا او د بدخشان ولایت له اولسونو مننه وکړه چې نوموړی یې د دې دندې وړ وګڼه، همداراز هغه زیاته کړه:د خلکو په مرستې او همکارۍ به د پوهنې په برخه کې په رښتینولۍ سره کار کوو.

هیره دې نه وي چې د بدخشان ولایت د پوهنې رئیس روح الله محقق او د تخار ولایت د پوهنې رئیس عبداسمیع ابدیار، د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ولسمشر د فرمان پر اساس مقرر شوي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۱۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت یو باب ښوونځی ورغول شو

د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ یالور منځني ښوونځي د ترمیم او بیارغونې چارې، چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت ترسره شوې وې، بشپړې او بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

په لغمان ولایت کې د یوې دیني مدرسې لپاره د درسي ټولګیو او يو محراب جومات جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په «کنډي‌میل» سیمه کې د تحسین‌القرآن دیني مدرسې د ودانۍ جوړولو چارې، د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، پر ۷ جریبه ځمکه د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
د یاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۱۰
Background image

پکتیکا ولایت کې د مدارسو مهتممینو لپاره د مسلکي وړتيا لوړونې ورکشاپ ترسره شو

د پوهنې وزارت له لوري د پکتیکا ولایت د دیني مدارسو ۱۵۰ تنو مهتممینو او ناظمینو ته د مسلکي ظرفیت لوړونې ۱۲ ورځنی ورکشاپ ترسره شو.
د یاد ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د پکتیکا پوهنې رئیس. . .

BACK TO NEWS