د جوزجان ولایت ښوونځیو لپاره د درسي توکو وېش پیل شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۵:۳۰
45

د جوزجان ولایت د صنفي اصولو د ښوونځیو ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره د درسي کڅوړو وېش بهیر، د ۳۷ مېلیونه ۲۳۰ زره ۶۸۰ افغانیو په لګښت د یاد ولایت پوهنې رئیس او چارواکو په جضور کې پیل شو.

په دغو موادو کې د لومړي ټولګي څخه تر درېیم ټولګي پورې ۱۶۸ زره ۴۱۰ ټوکه درسي کتابونه، د زده‌کوونکو لپاره د درسي توکو ۷۰ زره کڅوړې، د ښوونکو لپاره د تدریسي مرستو دوه زره بستې، اداري اسنادو کڅوړې، ۲۶ عدده سپینې تختې او نور اړین توکي شامل دي، چې له ۷۲ زرو څخه زیاتو ښوونکو او زده‌کوونکو ته به ووېشل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۵۳
Background image

رسنیز بلنلیک

د پوهنې وزارت په پام کې لري چې د «رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره د قرطاسیې او درسي موادو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره، د شاوخوا ۴ میلیونه ۷۲۸ زره ۵۹۰ افغانیو په ارزښت د ۷۸۸ کڅوړو درسي توکو مرسته شوې ده.
د پوهنې مسئولینو، د یاد بنسټ له مرستې څخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

په کابل او پروان ولایتونو کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې واخیستل شوې

د کابل او پروان ولایتونو پوهنې ریاستونو د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په اوږدو کې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې واخیستې، چې پکې ټولټال ۳۳۰ تنو ګډون درلود.. . .

BACK TO NEWS