د خصوصي ښوونځیو د اتحادیې ریس د پوهنې وزارت د تضمین کیفیت له معین سره وکتل
د هيواد د خصوصي ښوونځیو د اتحاديې رئیس، مرستيالانو او غړو د پوهنې وزارت د کيفيت د تضمين له معين الحاج مولوي عبدالخالق صادق سره په ليدنه کې د هیواد په کچه د خصوصي ښوونځیو بنسټیزې ستونزې لکه د مالياتو ډېروالی، په دوامدار ډول د جواز تمديدول، د ښاروالي تجارتي جواز، د ايسا جواز، پوست بکس، بانکي تضمين، بيمه، برېښنا، یونیفورم او دې ته ورته نورې ستونزې له معين صاحب سره شريکې او د يادو ستونزو د حل په برخه کې يې د پوهنې وزارت د پاملرنې او مرستې غوښتنه وکړه.
معين صاحب په خپلو څرګندونو کې د ښوونې او روزنې په ډګر کې د خصوصي ښوونځیو خدمتونه او رول وستايه. نوموړي زیاته کړه چې د پوهنې وزارت په خپل ټول توان سره هڅه کوي تر څو يادو ستونزو ته حل لارې پيدا او دخصوصي سکتور د فعالیت او خدمت لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې چمتو کړي.
