د پوهنې محترم وزیر، په بلخ ولایت کې د ۴۰ مېلیونه افغانیو په لګښت ۳۰ ترمیماتي پروژو پرانیستې

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۳
125

د هېواد د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، شمالي ولایتونو ته د خپلو سفرونو په ترڅ کې، دا ځل په بلخ ولایت کې د ۳۰ بابه تعلیمي مرکزونو بیارغونې پروژې چې پکې د ښوونځیو ودانۍ، د څښاک پاکو اوبو څاګان، اړین ملحقات او احاطوي دېوالونه شامل دي او ۴۰ مېلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی، ګټې اخیستنې ته وسپارې.
یاد مراسم د بلخ ولایت نهرشاهی ولسوالۍ اړوند د فردوسي محلي ښوونځي په انګړ کې د پوهنې رئیس محترم مفتي محمد شریف عثماني، مسئولینو، یو شمېر ملکی او نظامي چارواکو او د سیمې د علما‌ءکرامو په حضور کې جوړ شول.
په دې غونډه کې د پوهنې محترم وزیر د ښوونې او روزنې د کیفیت لوړولو په اړه تفصیلي وینا وکړه او څرګنده یې کړه چې علماءکرام او استادان دنده لري ترڅو د دینی علومو تر څنګ عصري علوم هم زده‌کوونکو ته ور وښيي.
د بلخ ولایت پوهنې رئیس په خپله وینا کې د پوهنې محترم وزیر ته ښه راغلاست ووایه او د علم او پوهې د ارزښت په اړه یې خبرې وکړې. نوموړي وویل: د پوهنې کارکوونکي مسئولیت لري ترڅو د ټولنې تعلیمي ودې لپاره هڅې وکړي، ځکه ټولنه هغه وخت پرمختګ کولای شي، چې استادان تقوا او زده‌کوونکي اخلاص خپل کړي.
د یادونې وړ ده، چې د پورته ذکر شویو پروژو له جملې څخه ۱۱ یې د بلخ ولایت په مرکز او ولسوالیو کې "د افغانانو پوهنې ملاتړ بنسټ" له لوري د ۳۰ مېلیونه افغانیو په لګښت تمویل شوې او پاتې ۱۹ پروژې د پوهنې له بودیجې څخه په ۱۰ مېلیونه افغانیو پلې شوې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۳:۴۳
Background image

هرات ولایت کې د مدارسو مسئولینو لپاره د اداري او تدریسي کتابونو لارښوونې او توضیح کولو ورکشاپ جوړ شو

د هرات ولایت پوهنې ریاست، د یو همکار خیریه بنسټ په ملاتړ، د هرات ښار اړوندو دیني مدارسو ۷۰ تنو مسئولینو لپاره "د اداري او تدریسي کتابونو لارښود او توضیح" تر سرلیک لاندې دوه ورځنی ورکشاپ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د پوهنې وزارت له بودیجې څخه په کونړ ولایت کې د ۷ تعلیمي مرکزونو بیارغونې پروژې بشپړې شوې

د کونړ ولایت په مرکز اسد آباد ښار او په څلورو نورو ولسوالیو کې ۲ بابه دیني مدرسې او ۵ بابه ښوونځي د پوهنې وزارت له عادي بودیجې څخه د ۴ مېلیونه ۲۴۴ زره افغانیو په لګښت تر بیارغولو وروسته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۳:۲
Background image

دایکنډي ولایت کې د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو لپاره ورکشاپ جوړ شو

د دایکنډي ولایت په مرکز نیلي ښار کې د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي شېرمحمدصدیقي په حضور کې، د همدغه ولایت د ۹ ګونو ولسوالیو علمي او مسلکي غړو او د مسلکي پراختیا ښوونکو لپاره د. . .

BACK TO NEWS