د داوطلبۍ اعلان
پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو په روان ۱۴۰۳ مالي کال کې د کیفیت تضمین معینیت او د ولایتونو پوهنې ریاستونو لپاره د څلور عرادې هایلکس، فلډر او لنډ کروزر موټرونو د چمتو کولو او پېرودلو په پروسه کې ګډون وکړي او د شرط پاڼې چاپ شوې بڼه دې د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست څخه په حافظه یا فلش ډیسک کې ترلاسه کړي. خپل وړاندیزونه دې د قرارداد د شرایطو، د تدارکاتو قانون او کړنلارې سره سم د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د شنبې ورځې د غرمې تر لسو بجو ( د ۲۴/زمري/۱۴۰۳ لمریز کال) پورې د پوهنې وزارت تدارکاتو ریاست ته چې په ده افغانان کې موقعیت لري، وسپارئ.
د وړاندیز تضمین د بانکي تضمین په بڼه دی، چې ۱۷۰۰۰۰ (یو سل اویا زره) افغانۍ کېږي.
د وړاندیز پرانیستغونډه به شنبې ورځ /۲۴/وږي/۱۴۰۳ لمریز کال، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست په تالار کې جوړه شي.
یادونه: بې وخته او انټرنېټې وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.