د داوطلبۍ اعلان

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۳:۴۵
sdfg
د کابل ښار پوهنې ریاست د یاد ریاست د ښوونځیو د ملکیتونو ساتنې او پالنې عمومي مدیریت د پلان او نقشې له مخې، د پینځمې، شپږمې، اوومې، آتمې، دیارلسمې، شپاړسمې او اوولسمې ښوونیزو ناحیو اړوند د ناهیدشهید، وحدت، امید سبز ښارګوټي، محمود طرزي، ریشخور، محمد صدیق پسرلي، شهید همایون، عبدالمجید مصفی غزنوي، قلعه زمان خان او سیدیوسف نمبر دویم ښوونځیو د ودانیو ترمیم، احاطوي دېوالونو رغولو، اړینو ملحقاتو، ایزګام نصبولو، کانګرېټ اچولو او پاکو اوبو څاګانو چمتو کولو ته اړتیا لري.
هغه ساختماني شرکتونه چې د یاد قرارد لېوالتیا لري، کولای شي، خپلې غوښتنې د خبرتیا له خپرېدو وروسته د ۲۱ ورځو په موده کې، د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د تدارکاتو عمومي مدیریت ته چې د غزني سرای ته څېرمه په کارته چهار سیمه کې موقعیت لري، وسپارئ. شرط پاڼه دې وګورئ.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۳:۳۳
Background image

فراه ولایت کې څه د پاسه ۵۹۰ زره افغانیو په لګښت د یو ښوونځي بیارغونې چارې بشپړې شوې

د فراه ولایت د پوهنې ریاست مسئولینو په وینا، د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۵۹۱ زره ۶۲۹ افغانیو په لګښت، د یاد ولایت مرکز اړوند د کاریز سوخته ښوونځي بیارغونې چارې چې پخوا پیل شوې وې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۳:۳۱
Background image

د کابل ښار ښوونځيو فوټسال لوبډلو ترمنځ د سیالیو پایلې اعلان شوې

څه موده وړاندې د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رياست له لوري د خزاني ټورنمنټ په چوکاټ کې، د کابل ښار ښوونځيو د سپورټي لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ په لاره واچول شوې، چې اوس یې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۳:۲۹
Background image

په میدان وردګ ولایت کې عامو ولسونو د ۳۵ زره افغانیو په لګښت له پوهنیز نظام سره مرسته کړې

د ميدان وردګ ولایت د پوهنې رياست په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې ولايت سيداباد ولسوالۍ اړوند د انخي، باغک او امام محمد (رحمه الله) ښوونځیو سره د ځايي خلکو له لوري د ٣٥زره افغانيو په اندازه. . .

BACK TO NEWS