د دایکنډي ولایت مرکزي دارالعلوم له بیارغونې وروسته پرانیستل شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۲ - ۱۱:۳
14

د دايکنډي ولايت په مرکز نيلي ښار کې د دارالعلوم محمديه د بيارغونې چارې چې څه موده وړاندې پيل شوې وې، بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د ياد دارالعلوم په بیارغونه کې د درسي خونو جوړول، د دارالعلوم د دهلیزونو لپاره کانکریټ اچول، د کړکيو او دروازو ترمیمول شامل وو، چې ټولټال ۳۶۵زره ۶۴۰ افغانۍ لګښت پرې راغلی او دغه پیسې د پوهنې رياست له بودیجې څخه ورکړل شوې دي.

د دايکنډي ولايت پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار د ياد دارالعلوم د پرانېستې پر مهال وويل: زموږ ټولې هڅې د هېواد د ماشومانو لپاره په ښوونيزو بنسټونو کې د درسي کيفيت د لوړولو او د آسانتيا رامنځته کولو لپاره دي.

له بلې خوا يو شمېر علماوو او مسٸولينو په خپلو خبرو کې د پوهنې وزارت له مشرتابه او د دايکنډي ولايت د پوهنې رياست له پاملرنې خوښي څرګنده کړه او د پوهنې رياست له پروګرامونو يې خپل ملاتړ څرګند کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS