د دایکنډي ولایت کې په یوه دیني مدرسه کې د درسونو بهير پيل شو 

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۲ - ۱۲:۵۵
1223

د دایکنډي ولایت میرامور ولسوالۍ په سنګان کلي کې د یو باب دیني مدرسې درسونو بهير، د پوهنې رئیس، دیني علماوو، مشرانو او د زده کوونکو د والدینو په ګډون، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شو.
د سيمې خلکو د یادې مدرسې د ودانۍ په موخه، دغه مدرسې ته ځمکه ځانګړې او د درسونو د پيل په مراسمو کې يې، د دايکنډي پوهنې رياست له مسئولينو وغوښتل، تر څو د مدرسې لپاره د ودانۍ په جوړولو کې جدي هلې ځلې وکړي.
د دايکنډي پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار، د يادې ولسوالۍ د خلکو له دوستۍ څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د دغه دیني مدرسې په رسمي کولو او ترميمولو کې به پوره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS