د زابل ولایت د پوهنې ریاست سره د کتابونو مرسته وشوه

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۸ - ۱۳:۵۶
د زابل ولایت د پوهنې ریاست سره د کتابونو مرسته وشوه

د پوهنې وزارت_زابل: ځوان غږ او د مدني ټولنو د سکرتریت د زابل ولایت د پوهنې ریاست سره د ټولو شویو کتابونو مرسته وکړه.
یاد کتابونه چې شمېر يې ۱۱۰۰ ټوکه کتابونو ته رسیزی، ۹۰۰ جلده يې د ښوونځیو او ۲۰۰ د ازادي مطالعې کتابونه دې د ځوان غږ او مدني ټولنو د سکرتریت د غړو لخوا راټول شوي وه، د یو لړ مراسمو په ترڅ د پوهنې ریاست ته وسپارل شول.
په دې مراسمو کې دزابل ولایت د پوهنې رییس نصرالله زاهد، د سورغر مدني ټولنې مشر، د فرصت ښوونیز مرکز او یو شمېر خویندو ګډون کړی وو.
غونډې ته د پوهنې رییس په خپلو خبرو کې د مدني ټولنو ددې اقدام ستاینه وکړه او زیاته يې کړه چې ویښ ملتونه تل د کتاب ملګري کوي او معارف سره مرسته کوي.
پوهنې رئیس زیاته کړه، چي د مدني ټولنو، قومي مشرانو او ولسي وګړو غوښتنه کوو چي د کتاب په راټولو کي د پوهنې ریاست سره هر راز همکاري وکړي تر څو د کتابونو د نشتون ستونزه د ډېره هواره شي.
همدا راز په قلات ښار کې د سورغر مدني ټولنې مشر محمد ابراهیم عبرت وویل چې دا کتابونه مو د خویندو او وروڼو په زیار او کوښښ راټول کړي او ژمنه کوم چې له معارف سره به په ټولو برخو کې خپلو همکاریو او مشورو ته دوام ورکوم.
زابل کې د فرصت ښوونیز مرکز مشر سردارولي سرحدي وویل چې په ښوونیزه برخه کې د ځوانانو کار کول لازم دي او باید په ګډه د پوهنې د بهبود لپاره لاس په کارشو.
همدا شان په زابل کې مدني فعالې ګلالۍ کریمي وویل اړتیا ده د وروڼو ترڅنګ خویندي هم د معارف په وده او سمون کې برخه واخلي او موږ به هڅه وکړو ترڅو خپلو کوښښونو ته دوام ورکړو.
دیاده ولو وړده، چې د غونډې په پاي کې د پوهنې ریاست لخوا دځوان غږ او د مدني ټولنو د سکرتریت غړو ته ستاینلیکونه وړکړل شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS