د سرپل له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۸ - ۱۱:۵۱
bgf

د سرپل د پوهنې ریاست سکتوري غونډه د پوهنې، لوړو زده کړو، اطلاعاتو او فرهنګ، اقتصاد، ښار جوړونې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو، ملي راډیو تلویزیون ریاستونو او د پوهنې په برخه کې د مرستندویو بنسټونو د استازو په ګډون جوړه شوه.
د دغه ولايت د پوهنې رئيس مولوي محمد رحماني د مرستندویو ادارو او رياستونو له دندو او فعاليتونو څخه مننه وکړه او له هغوى يې وغوښتل، چې د لا ښه اغیزمنتوب په موخه دې له دغه رياست سره په همغږۍ خپل فعاليتونه ترسره کړي.
په دې سکټوري غونډه کې ټولو ریاستونو او د مرستندویو بنسټونو استازو يو ځل بيا له پوهنې ریاست سره د هر ډول مرستو ژمنه وکړه.

د سرپل ولایت له جهادي مدرسې څخه د ۹ تنو فاضلانو او د ۶۳ تنو د قران کریم د حافظانو د فراغت په مناسبت ستره غونډه جوړه شوه.
په دې مراسمو کې د سرپل، جوزجان او بلخ ولایتونو د پوهنې او نورو دولتي ادارو یو شمېر مسوولینو او کارکوونکو، علماوو او مخورو ګډون کړی وو.
عالمانو او ويناوالو فاضلانو ته د فراغت مبارکي وويله او همدارنګه د پوهنې د پرمختګ او د دوی د راتلونکو مسووليتونو په باب يې ویناوې وکړې.

د سرپل ولایت د کوهستاناتو ولسوالۍ له دارالمعلمین څخه ۴۴ تنه ښوونکي له داخل خدمت دورې څخه فارغ شول.
 د پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني د علم او پوهې پر ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه: ښوونکي باید د ټولنې د پرمختګ په موخه د هېواد نوي نسل ته په اخلاص سره خدمت وکړي.

د سرپل ولایت د سوزمه قلعه ولسوالۍ د ابوحنیفه (رح) له مدرسې څخه د ۴۷ تنو د قرآن کریم د حافظانو د فراغت په مناسبت د سرپل ولایت د سیمه ییزو ادارو چارواکو، مشرانو، مخورو او د خلکو د استازو په ګډون پرتمینه غونډه جوړه شوه.
ويناوالو د اسلامي علومو پر ارزښت او په ټولنه کې د علماوو پر مقام او مسوولیتونو ویناوې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۱۶
Background image

د پوهنې لپاره د ځمکې وقف کولو په لړۍ کې، دا ځل په لغمان ولایت کې ۵ بسوې ځمکه اهداء شوه

د لغمان ولایت فراشغان ولسوالۍ اړوند د نیل‌خان لومړني ښوونځي لپاره، د یادې سیمې اوسېدونکي محترم امرالدین لخوا پنځه بسوې ځمکه چې ارزښت یې شاوخوا ۵۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، وقف شوه.
د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۱۳
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غلمین لېسې نوې ودانۍ، چې څه موده وړاندې د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار په اړونده سیمه کې د خلکو او د ښوونځي د تعلیمي شورا لخوا یې جوړول پیل شوي وو، اوسمهال بشپړه او د یاد  ولایت پوهنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۸
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا غړو ته ۱۸سېټه ټبلیټونه ووېشل شول

 د بامیان ولایت پوهنې ریاست د یو همکار بنسټ له لوري د ۲۳۶ زره او ۲۳۷ افغانیو په ارزښت ۱۸ سېټه ټبلیټونه ترلاسه کړل او د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو ته یې وسپارل.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS