د سرپل ولايت د يوه اوسېدونکي له لوري د ښوونځي لپاره د ۲۰۰۰ متره مربع ځمکې ورکړه

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۴ - ۱۶:۴۰
د سرپل ولايت د يوه اوسېدونکي له لوري د ښوونځي لپاره د ۲۰۰۰ متره مربع ځمکې ورکړه

د پوهنې وزارت_سرپل: د سرپل ولايت د توحيدآباد کلي اوسېدونکي حاجي غلام حيدر خپله ۲۰۰۰ متره مربع شخصي ځمکه په دې کلي کې يوه ښوونځي ته ورکړه او ژمنه يې وکړه چې يو جريب نوره ځمکه به وپلوري او پیسې به يې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو لپاره ځانګړې کړي.
ټاکل شوې پر دې ځمکه چې دوه مېليونه افغانۍ مالي ارزښت لري د (حاجي غلام حيدر) په نوم ابتداییه مختلط ښوونځی جوړ شي.
د دې ښوونځي په جوړېدو سره به په يوه خوندي چاپېريال کې ۵۰۰ زده کوونکو ته د ښوونيزو خدمتونو د وړاندې کولو زمينه برابره شي.
دا مرسته داسې مهال ترسره کېږي چې تر دې وړاندې د توحيد آباد کلي اوسېدونکو په دې کلي کې د ښوونځي د نشتون له کبله خپل اولادونه د زده‌کړې لپاره نورو کليو ته لېږل.
د سرپل ولايت د پوهنې رياست مشرتابه له حاجي غلام حيدر د دې کلي د ماشومانو ښوونې او روزنې ته د پاملرنې او د يادې ځمکې د ورکړې له کبله مننه کوي او د دې ځمکې ورکړه د دې کلي د ماشومانو د زده‌کړې په مخ کې د پرتو ستونزو د حل په لور يو مثبت ګام ګڼي.
د پوهنې وزارت ۱۳۹۷ کال له پوهنې د ملاتړ کال اعلان او د دې په تعقيب سره يې د ۱۳۹۷ او ۱۴۰۹ لمريزو کلونو ترمنځ د وخت واټن يې د پوهنې لسيزه اعلان کړه او له هېوادوالو يې وغوښتل د پوهنې د ستونزو په حل کې برخه واخلي.
په روان لمريز کال کې هېوادوالو له ۷۷۱ ميليون افغانۍ زياته مرسته له پوهنې سره کړې ده چې ددې مرستې ۹۰ سلنه يې په ښوونځيو کې د توکو او وسايلو د کمښت په برخه کې ترسره شوې ده.
له پوهنې سره ترسره شوې مرستې د ښوونځيو شوراګانو او د هغه په ترکيب کې د سيمې خلکو او مخورو په حضور کې په رڼه ډول لګول شوې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۶
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غور ولایت دولینه ولسوالۍ په اړوندو کې د “خاک‌یارک” لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړېدو لپاره د بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، علماء کرامو، قومي مشرانو او د زده‌کوونکو د اولیاوو په حضور کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۲
Background image

غزني ولایت کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند حیدر کلي د شهداوو حیدر ښوونځي نوې ودانۍ، چې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په رسمي ډول ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ښوونځيو سره د ۳۰ پایې خېمو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ اړوند بي بي مریم منځني ښوونځي لپاره ۳۰ پایې خېمې د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت مرسته شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم. . .

BACK TO NEWS