د سرپل ولایت په پوهنې ریاست کې "د اداري پروسو ساده کولو " په اړه ورکشاپ ترسره شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۱:۶
85458

د اداري پروسو ساده کولو د پلانونو د تشرېح کولو او د پوهنې کارکوونکو ته د نويو اداري مېتودونو سره د بلدتیا لپاره، "د اداري پروسو ساده کولو " په نوم یو ورځنی ورکشاپ، د سرپل ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني، د چارو اداري لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ساده کولو رئیس بریالي ابدالي او د پوهنې کارکوونکو په حضور کې ترسره شو.

لومړی د سرپل ولایت پوهنې رئیس ګډون‌والو د ښه راغلاست پرمهال وویل چې د اداري چارو ساده کول د دندو د ښه والي او خلکو ته د خدمتونو د ګړندي کولو لپاره یو له اساسي اړتیاوو څخه دي او زیاته یې کړه چې د دې پروسې پلي کول کولی شي د اداري کارونو پېچلتیا کمولو، روڼتیا زیاتولو او د پوهنې خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته کړي.

ورپسې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ساده کولو رئیس هم د دې پروسې د اهمیت او اهدافو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې او د ګډون‌وال رول یې د هغو په بریالیتوب کې حیاتي وباله.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۷
Background image

د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې نوي ټولګي جوړ او ترمیم شول

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند رسني لېسې د ۱۶ درسي ټولګیو د ترمیم، شپږو نویو درسي ټولګیو جوړولو او څلور جریبه ځمکې پېرلو چارې د ځایي اوسېدونکو په مالي همکارۍ د ۱.۴ میلیون افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز

خوست
د خوست ولایت په مرکز کې د نصرت‌مېنې لېسه د ځایي اوسېدونکو په ۵۵ زره افغانیو مالي ملاتړ ترمیم او تجهیز شوه.

ننګرهار
 د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ اړوند شهید نورمحمد خان لومړني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ولایت کې د دوو ښوونځیو له ازمېښتنونو څخه حمایوي څارنه وشوه

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست یوه پلاوي د ازمېښتنونو وضعیت ارزونې او له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه، د کابل ولایت بګرامۍ ولسوالۍ اړوند بګرامي. . .

BACK TO NEWS