د سړو او ګرمو سیمو د دیني مدارسو د ۱۴۴۸ هـ.ق کال څلورنیم میاشتنیو ازموینو د پیل په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۴۹
szczxc

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت خبر ورکوي:
د کابل ښار پوهنې ریاست په ګډون، د ملک ټولو ولایتي پوهنې ریاستونو ته خبر ورکول کېږي چې د دیني مدارسو، دارالعلومونو، دارالحفاظونو او دارالایتامونو د څلورنیم میاشتنیو ازموینو بهیر به د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د محرم الحرام میاشتې په ۲۵مه، چې د شنبې ورځې سره سمون خوري، پیل او د صفرالمظفر میاشتې تر ۷مې نېټې، چې د پنجشنبې ورځې سره برابره ده، دوام وکړي.
د ولایتونو پوهنې ریاستونه او د یادو ریاستونو د اسلامي زده‌کړو آمریتونه مکلف دي چې د ازموینو د منظم ترسره کېدو لپاره مناسب چاپېریال او اړینې اسانتیاوې برابرې او د ازموینو ټول اصول او مقررات په بشپړه توګه مراعات کړي.

د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه جوړه شوه

د لغمان ولایت د دولت‌شاه ولسوالۍ په کچه د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د ښوونځیو ۸ تنه څارندوی ښوونکو او ۲۰ تنه زده‌کوونکو ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۹
Background image

د میدان وردګ ولایت په یوه ښوونځي کې د بیارغونې چارې بشپړې شوې

د میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ اړوند د حضرت عمر فاروق «رضی الله عنه» لېسې د انګړ داخلي لارو په ډبرو فرش کولو چارې، د سیمې د علم‌پروره هېوادوالو په مالي ملاتړ، د ۵۳۸ زره او ۶۱۰ افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۰
Background image

رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې ده چې د کابل ښار پوهنې ریاست له ښوونیزو حوزو سره په همغږۍ، د زمري ۲۴مه «یوم‌الفتح» تاریخي ورځ په حبیبیې او غازي لېسو کې د شاندارو مراسمو سره ونمانځي.
وخت: ۱۴۴۸/۲/۲۸هـ ق (۱۴۰۵/۵. . .

BACK TO NEWS