د غزني د پوهنې ریاست سره د درسي کتابونو مرسته وشوه
د کتاب ډالۍ د ژوندانه ډالۍ ده!
د کتابونو لوستل، ساتل، لیکل او ډالۍ کول د غوره انسانانو ځانګړنه ده.
د پوهنې وزارتـزني: د غزنې ولایت د پوهنې ریاست علمي او فرهنګې کمیټي د ښوونیز سیستم د پیاوړتیا او کتاب ته د ارزښت ور کولو په موخه د کتاب ټولولو کمپاین په لاره اچولی ده .د پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو معاون ښاغلي دادګل "اختري" له یاد کمپاین سره (۱۲۰) جلده مختلف تدریسي کتابونه مرسته وکړه.
د غزنی ولایت د پوهنې ریاست رهبري د تیر په څیر یو ځل بیا له ټولو قلم دوسته او معارف دوسته کسانو څخه هیله کوي چې د خپل توان په اندازه له یاد کمپاین سره د کتابونو مرسته وکړئ تر څو د هیواد بچیان او راتلونکي نسلونه ګټه تري واخلي.
