د فاضلانو د دستاربنديو د مراسمو او جلسو جوړولو په هکله د عالیقدر امي-رالم-ؤمنین حفظه الله تعالی هدایات

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۹:۲۹
213

بسم الله الرحمن الرحیم

دا چي د دستاربندیو په جلسو کې له څو اړخونو څخه نیمګړتیاوې لیدل کیږي او ډېر وختونه له همدې امله یا لمونځ په مکروه وخت کي داخلیږي او یا هم قضاء شي، همدارنګه بې ضرورته مصارف کیږي، د دې لپاره د دستاربنديو جلسې ښه په ساده توګه ترسره شي، د مدارسو مسئولین دي د فاضلانو د دستاربندیو لپاره د مدارسو او جلسو جوړولو په هکله لاندې هدایات عملي کړي:

۱. د فاضلانو په جلسه کي دي یوازي درې تقریرونه کيږي!

۲. جلسه که د سهار له خوا دائریږي، نو ماپښین یوې بجې ته دي ختمیږي او که د ماپښین په وخت کي دائریږي نو ماځیګر لمانځه ته دي خلاصیږي، ترڅو مسلمانان خپل لمونځونه په خپل وخت کې په جماعت سره ادا کړي او جلسه د مسلمانانو د لمونځونو د قضاء کېدو لامل نه شي.

۳. د صحیح البخاري ختم او جلسه دي په یوه ورځ کې کيږي، د بخاري شريفې د ختم لپاره دي ځانته مراسم نه جوړيږي.

۴. د دې لپاره چي د بیځایه مصارفو مخنیوی وشي، په جلسو کي دي له خاصو خلکو پرته، عامو راغلو خلکو ته ډوډی نه ورکول کیږي.

۵. فاضلان دي له اصراف کولو جدي پرهېز وکړي او تر عمومي جلسې وروسته دي پر کور باندي دوهمه جلسه نه جوړوي.

۶. په جلسو کي دي یوازي د لویي دورې فاضلانو او د قرآن کریم حافظانو ته دستار بندي کيږي، د وړې دورې شاګردانو ته دي دستار بندي نه کيږي.

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

امي-ر ال- مؤمنين شیخ القرآن والحدیث مولوي هب/ة الله اخندزاده

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS