د فراه ولایت په یو شمېر ښوونځیو باندې تدریسي او لابراتواري مواد ووېشل شول

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۲:۵۷
852

د فراه ولایت پوهنې رئیس مولوي اختر محمد زعیم په ښوونځیو کې د ساینسي مضامینو د عملي درسونو د تدریس په موخه، د یاد ولایت د ۱۰ بابه لېسو لپاره د لابراتواري او درسي موادو د وېش خبر وکړ.

نوموړي وويل: په دغو توکو کې یوزره ٥٧٣ قلمه لابراتواري مواد، ساینسي او نور درسي توکي شامل دي، چې ټول ټال ارزښت يې ٤٠٠ زره ٦٦ افغانيو ته رسېږي.

د فراه ولايت پوهنې رئيس د ښوونځيو له مسئولينو او زده کوونکو وغوښتل، چې د يادو درسي توکو ساتنې او سمې استفادې ته جدي پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS