د قرآن کریم د حافظانو د ممتحنينو د وړتيا لوړولو ورکشاپ جوړ شو

نن د کابل ولايت په امام ابوحنيفه دارالعلوم کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو د معين الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده په مشرۍ د قرآن کریم د حافظانو د ممتحنينو د وړتيا لوړولو په موخه، دوه ورځنی روزنيز ورکشاپ جوړ شو.
غونډه د الهي کلام د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د پوهنې وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس مولوي عبدالرزاق صدیق مېلمنو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د ياد ورکشاپ آجنډا تشرېح کړه.
په ورته مهال د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین په خپلو خبرو کې وویل: ياد وزارت په دې هڅه کې دی، تر څو د ديني او عصري زده کړو په برخه کې ديني او ملي ګټو ته ژمن نسل ټولنې ته وړاندې کړي او دغه موخې ته درسېدو لپاره يې ځانګړي پروګرامونه په لاره اچولي دي.
د یادولو وړ ده چې یاد ورکشاپ به دوه ورځې دوام وکړي او په ترڅ کې به يې ګډون والو ته د حسن قرائت، تجوید، علم الوقف، علم الصوت، لحن او نورو برخو کې روزنه ورکړل شي.